Tuesday, August 19, 2014

د ادیب فهیم ژوند لیک

د ادیب فهیم ژوند لیک
ادیب فهیم د مارشال محمد قسیم فهیم زوی په ۱۳۶۴ هجری لمریز کال چه د ۱۹۸۵ میلادی کال سره سمون لری زیږیدلی دی . نومړی د اداری او عامه پالیسی په برخه کی د ماسټری تر کچی د نیویارک په پوهنتون کی زدکړي کړي .ښاغلی ادیب د ۲۰۱۴ کال د مارچ په میاشت کی د خپل پلار مارشال محمد قسیم فهیم د وفات نه وروسته د هغه ځای ناستی وټاکل شو .

ادیب خپل وړکتوب په پنجشیر کی تیر کړی خو ښونځی یی بیا په کابل ښار کی پیل کړ او د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته او دنوی نظام په پیل سره یی د کابل پوهنتون د حقوقو په پوهنځی کی خپلې زدکړی پیل کړی ، خو د لژ مودی وروسته د خپلو لوړو زدکړو د دوام په خاطر په متحده اماراتو کی د شارجی امریکایی پوهنتون ته ولاړ .


ښاغلې ادیب فهیم خپلو زدکړو ته په همدی پوهنتون کی دوام ورکړ او د مختلفو موضوعاتو لکه دولت جوړه ونی ، قومی شخړی ، سیاسی مسایل ، سیاسی او اقتصادی اړیکی او منځنی آسیا تاریخ په اړه تحقیق او مطالعه کړی .

به همدی ترڅ کی نومړې د نړیوال وضیت بهتره درک په خاطر ، په مختلفو نړیوالو کنفرانسو نو کی کډون وکړ . ادیب په ۲۰۰۵ کال کی د هغه پلاوی په جمع کی چه د شارجی پوهنتون د نړیوالو اړیکو د پوهنځی لخوا په منځنی آسیا کی د امریکا سیاست په اړه د لا ډیرو معلوماتو د ترلاسه کولو په خاطر ټاکل شوی وه ، امریکی ته سفر وکړ او ددی سفر په ترڅ کی یی له سپینی ماڼی او د بهرنیو چارو وزارت نه لیدنه وکړه او همدا راز یی د لوړپوړو امریکایی دولتی چارواکو سره هم په واشنګټن کی لیده کاته وکړه. ادیب همدا راز په ۲۰۰۶ کال کی د شارجی په پوهنتون کی د یو شمیر ممتازو محصلینو له منځ نه به دبی کی د سویس جنرال کنسولګری د تحقیق دستیار وټاګل شو او هلته یی د تجارتی اتشی سره یو ځای د متحده عربی اماراتو د روغیتا او چاپیریال په اړه مهم راپورونه ولیکل .

ادیب فهیم په ۲۰۰۷ کال کی د شارجی له امریکایی پوهنتون څخه فارغ شو او په ۲۰۰۸ کال کی د ماسټری په خاطر نیویارک پوهنتون ته ولاړ او هلته یی د اداری او پالیسې په سانګه کی خپلو زدکړو ته دوام ورکړ. نومړې همدا راز د ماسټری د زکړی په دوران کی د ملګرو ملتونو سازمان او د مصر حکومت د کرهنی وزرات د مشاورینو له یو وړوکې ډلی سره هم د یوه غړې په توګه کار کاوه .دغې ډلې د تحقیقاتو او مطالعاتو تر سره کیدو او دعامه خدماتو د ارزیابې برنامی د مصر په څلورو ولایتونو کی فعالیت کاوه او همدا راز یی ددی هیواد د بودیجی او سیمییزو برنامو په اړه تحقیق وکړ .

په کال ۲۰۱۰ کی همدی ډلی خپل عملی راپور چه محتوا یی د غیری متمرکزو برنامو د پرمختګونو او ستونزو په اړه تخنیکی مطالعات تدوین او د مصر د محلی اقتصاد او برنامه ریزی مدیریت د سیستم د ښه والی په موخه جوړ شوی وو، د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان او د مصر د سیمه اییزی پراختیا وزرات ته وړاندی کړ.

ادیب فهیم د نیویارک له پوهنتون څخه د فراغت نه وروسته په ۲۰۱۰ کال کی بیرته خپل هیواد ته راستون شو او د لږی مودې وروسته د ملی امنیت شورای د پالیسې او نظارت ریاست مرستیال وټاکل شو .نومړې په همدی موده کی د هیواد د ملی امنیت پوری تړلی مختلفو موضوعاتو په اړه کار وکړ چی له هغی جمله څخه د پالیسې د کاری ډلو په مختلفو غونډو کی د امنیت شورای د فتر په استازیتوب د ده کډون او افغانستان د ملی امنیت لومړنی پالیسی د تدوین په کمیټه کی فعالی ونډی ټه اشاره وکړو.

ادیب د ۲۰۱۱ کال په منځ کی دهیواد دبهرنیو چارو په وزارت کی په کار پیل وکړ او هلته یی د همدی وزارت د اقتصادی چارو ریاست د مرستیالی دنده پر مخ بیوله . نومړی په کال ۲۰۱۳ کی د همدی وزارت د دوم سیاسی ریاست، رییس وټاکل شو چی دنده یی دافغانستان او منځنی ختیز او فریقایی هیوادونو تر منځ د اړیکو رهبری وه .ادیب فهیم د همدی دندی پر مهال د سیمی له هیوادونو څخه لیدنه وکړه او د مهمو موافقتنامو په اړه یی مذاکری کړی او د افغانستان او سیمی هیوادونو او افریقا تر منځ د دوه اړخیزو ښو اړیکو د پراختیا مطالعه او برسی وکړه .

پدی ترڅ کی نومړی د پالیسې یو شمیر کاری ډلی رهبری کړی چه له هغی جملی څخه د سیمی له یو شمیر هیوادونو سره د مشارکت او همکاری تړونونه او مشترک کاری کمیسونونو کار پرمخ بیولی .ادیب همدا راز د دویم ریاست د عمومی وضعیت او په همدی ریاست کی د اساسی تغیراتو راوستلو په موخه یو لړ اقدامات تر سره کړل او ددی ریاست اساسی دندی او مسوولیتونه یی له سره ، تدوین او تطبیق کړل .ښاغلی فهیم همدا راز د نومړی ریاست د کاری ظرفیت د لوړ والی په موخه عملی ګامونه پورته کړل او د افغانستان او خلیج فارس ، ایران ، ترکیه ، عراق ، اردن او مصر له هیوادونو سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه هر اړخیزی تحلیلی او تحقیقی چاری رهبری کړی .

ادیب فهیم د ۲۰۱۴ کال د مارچ په میاشت کی د خپل پلار د وفات نه وروسته د بهرنیو چارو وزارت پریښود او د هغو مراسو په ترڅ کی چه په ارګ کی ترسره شول دخپلی کورنی د مشرانو ، پخوانی جهادی قوماندانانو ، د پارلمان استازو ، د کابینی یو شمیر غړو او د هیواد یوشمیر علمی شخصیتونو او دینی عالمانو په حضور کی د خپل پلار مرحوم مارشال فهیم ځای ناستی وټاکل شو او ورته د خلګو سره د اړیکو ساتلو دنده هم ورپه غاړه شوه .

ادیب د 1991 کال وروسته له خپل پلار سره په مختلفو جلساتو کی کډون کړی او د طالبانو د رژیم د رانسکوریدو وروسته یی په یو شمیر رسمی ملی او بین المللی جلساتو کی له خپل مرحوم پلار سره برخه اخیستی ده .ادیب فهیم واده کړی، او ۳ ماشومان لری او افغانستان د سیاست او منځنی آسیا د تاریخ په اړه له مطالعی سره شوق لری او په دری ، پښتو ، عربی ، انګلیسی او اردو ژبو خبری کوی .

د ادیب فهیم لید لوری

د هغه پلار مارشال فهیم د نوی افغانستان یو له بنسټ ایښودنکو څخه وه او دیوه دیموکراتیک او عام شموله نظام لور ته د افغانستان په ورتګ کی یی مهم رول ولوباوه چی په ترڅ کی یی د بیان آزادی ، برابری او سوله د افغانانو د مسلم او اساسی حقوقو په توګه نهادینه شول.

ادیب فهیم پدی باور دی چه افغانستان اوس مهال له ګڼ شمیر ستونزو سره لاس او ګریوان دی او له دغه حالت څخه د هیواد ایستل متعهدی او مدبرانه رهبری ته اړتیا ده تر سو افغانان پدی وتوانیږی چی د عام اولس له ارادو نه جوړ یو ملی او عام شموله حکومت تر سیوری لاندی د نړیوالو په مرسته له دی ستونزو بریالی را ووځی او روښانه راتلونکی ولری .
ادیب پدی باور دی چی اوس مهال تر ټولو مهم مسوولیت له ملی یوالی او د افغانستان له ملی حاکمیت څخه په ګډه دفاع او همدا راز په داسی حال کی چی نړیوالی مرستی له افغانستان سره مخ پر کمیدو دی د هیواد د اقتصاد د پیاوړتیا او بشری وضعیت د ښه کیدو په خاطر ګډ کار لازم دی .

ادیب فهیم خپل ځان د افغانستان د نوی او متعهد نسل یو ریښتینی غړی بولی او مصمم دی چی بی له دی چی فکر وکړی چی په کوم قوم او کومی ډلی پوری تړلی ، د خپلو هسو او کار له لاری د یوه ځواب ویونکی او متعهد دولت په جوړیدو کی د افغانستان خلګو ته د خدمت جوګه شې.

ادیب پدی باور دی چی د افغانانو د ملی ارزښتونو ، تولنیزی برابری ، خپلواکی ، سولی او ملی وحدت د دفاع په خاطر جدی ګامونه پورته کړی دی خو ددوی د فدکارې په پرتله د نظام لخوا په سمه توګه ندی حمایه شوې.

ادیب فهیم باور لری چی کچری خلګ پدی باور ولری چه نظام یی عادل دی نو دا به په نظام کی د عامو خلګو دپراخ ګډون سبب وګرځی او خلک به له نظام نه حمایت وګړی . په حکومت کی د خلګو پراخ ګډون په هیواد کی د بشری او اقتصادی وضعیت د لا ښه والی سبب ګرځی او آزادی او دخلګو اساسی حقوق تضمین کیږی .دا هغه لید لوری دی چی ادیب فهیم یی د تحقق په خاطر متعهد دی .

No comments:

Post a Comment